تخار کې طالبانو د ۲ مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۲ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ هوایي ځواکونو د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې طالبانو د ۲ مهمو قوماندانانو "نورالله" او "بشیر" په ګډون, ۱۲ ترهګر ووژل شول او ۶ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز په دغه بریدونو کې د دښمن ۱۸ میله بیلابیل ډول وسلې, زیاته اندازه مهمات او چاودیدونکي توکي له منځه یوړل شول.