زابل کې ۱۵ طالب تروریستان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د زابل ولايت شاجوی ولسوالۍ اړوند د طالب تروریستانو تجمعات او پټنځای په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۵ طالب تروریستان ووژل شول او ۸ تنه نور ټپيان شول.
په دې بریدونو کې د دښمن ۴ موټر, ۵ میله وسلې, ۱ پټنځای او یوه اندازه مهمات له منځه یوړل شول.