تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۳ طالبان ووژل شول او ۱۲۶ ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۲۳ طالبان ووژل شول او ۱۲۶ ټپیان شول.
 
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۲۰ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، لوګر، غزني، مېدان وردګ، کندهار، زابل، ارزګان، بادغیس، هرات، فراه، جوزجان، تخار او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.