تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰ طالبان ووژل او ۳۴ ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۶۰ طالبان ووژل شول او ۳۴ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۶۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد، لغمان، غزني، پکتیا، کندهار، زابل، هرات، فاریاب، جوزجان، هلمند، کندوز او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.