سرپل کې ۷ طالبان ووژل شول او ۳ نور ونیول شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، دګډو عملیاتو په دوام سره، د جوزجان او سرپل ولایتونو عمومي لار " ګولای تخته، مُغُلجر" سیمو کې د طالب ترهګرو تجمع باندې عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۷ طالب ترهګر ووژل شول، ۳ تنه ونیول شول او ۴ ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه د چاودیدونکو توکو ډیپو، ۴ موټرسایکلونه، ۲ پټنځایونه، ۱ صوف، ۴ کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي.
دغو عملیاتو کې یادې سیمې د طالب ترهګرو له شتونه پاکې شوي.