هلمند کې د القاعده شبکې د ۴ غړو په ګډون ۱۵ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ هوايي ځواکونو د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ «یک لنګ» سېمه کې د طالب ترهګرو د ماین جوړولو یوه کار خانه او یو پټنځای په نښه کړل.
چې په پایله کې د هند شبه جزیرې له پاره د القاعده شبکې د ۴ غړو په ګډون، ۱۵ طالب ترهګر ووژل شول او ۲ تنه ټپيان شول.
همدا راز د دښمن د ماین جوړولو ۱ کارخانه چې پکې ۱۵۰۰ کیلو ګرامه پوتاشیم، ۳۰ بوجیو امونیم نایتریت، ۷۰ کړۍ بیلابیل ډول ماینونه او ۱ پټنځای له منځه یوړل شول.
د القاعده شبکې د ماین جوړولو دغه ماهرین د پاکستان د وزیرستان اوسیدونکي وو، چې طالب ترهګرو ته یې د ماین جوړولو مسؤلیت په غاړه درلود.