فراه کې د مخدره توکو د پروسس د دوه لويو کارخانو له منځه وړل
تېره شپه کومانډو ځواکونو او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د فراه ولایت بکواه ولسوالۍ اړوند ګډ هدفمند عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې د مخدره توکو د پروسس دوه لویې کارخانې له منځه یوړل شوې، ۱۱۰۰ لېتره کیمیاوي مواد، ۱۰۷۶ کیلو ګرامه «شیشه» او ۱۰۵۰ کیلو ګرامه «سودا» کشف او سېمه کې وسوځول شول.
په دې عملیاتو کې د مخدره توکو د پروسس یو شمېر تجهیزات او وسایل، ۵ موټر او ۱ موټر سایکل د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راغلل.