بغلان کې د طالبانو زندان مات او ۶۲ تنه ترې آزاد شول

s.mohmand

 تېره شپه د کومانډو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند «نوروزک» کلي کې پر طالب ترهګرو عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې یاد زندان مات او د ۳۶ پوځیانو په ګډون، ۶۲ تنه ترې آزاد شول.

دغه زندانیان د طالب ترهګرو له خوا سخت ځورول شوي وو.

همدا راز په دغه عملیاتو کې طالبانو د زندان ۴ تنه ترهګر ساتونکي ووژل شول او زندان د زیاته اندازه چاودیدونکو توکو سره له منځه یوړل شو.