فاریاب کې هوایي برید کې ۳ پاکستانيو غړو او ۴ مخکښو طالبانو په ګډون ۱۹ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ هوایي ځواکونو د فاریاب ولایت پشتونکوټ ولسوالۍ" خواجه ناموسي" اړوندو سیمه کې د ترهګرو طالبانو یوې مهمې غونډې باندې هدفمند بریدونه ترسره کړل.

چې په پایله کې د ۱۹ ترهګرو په ګډون

۱- د المار ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال "زین الله" مشهور په خالد.

۲- د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ لپاره تش په نامه ولسوال، نورالحق.

۳- د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي کمیسیون مسول، ملا اسدالله ترکمن.

۴- فاریاب ولایت لپاره د ترهګرو سرګروپ ملا ریحان ۳ تنه (پاکستاني) غړو په ګډون ووژل شول او ملا شعیب د طالبانو پوځي مسول په ګډون ۱۵ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن ۱۸ نقلیه وسایط موټر او موټرسایکیلونه، یو اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي او ۲ شګمن کسان ونیول شول.