بغلان کې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ شول

s.mohmand

نن ورځ ناوخته ترهګرو طالبانو د بغلان ولایت بغلان مرکزي باندې د څلور خواوو په دفاعي او امنیتي ځواکونو بریدونونه وکړل.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د طالبانو بریدونه دفع او ناکام کړل، چې په پایله د طالبانو یو سرګروپ" زرقاوي" په ګډون ۲۵ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

همدا راز د افغان ځواکونو هوایي برید کې د دښمن یو شمیر نقلیه وسایط وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

یاد ولایت بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو پروړاندې عملیات دوام لري.