مېدان وردګو کې د طالبانو یوه قوماندان په ګډون ۲۱ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ  دفاعي او امنیتي ځواکونو، د هوایي قواوو په ملاتړ، د مېدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند کې طالبانو باندې عملیات تر سره کړل.

د دغو عملیاتو په پایله کې د طالبانو یوه  مهم قوماندان "انار" په ګډون ۲۱ طالبان ووژل شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.