غور کې ۱۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

s.mohmand

 
تېره ورځ دفاعي، امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د غور ولایت مرکز فیروز کوه کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ۶ طالبان ووژل او ۸ نور ټپیان شول.

همدا راز د طالبانو ۲۰ موټر سایکلونه، ۳ موضع له منځه وړل شوي او د یاد ښار پراخې سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوي دي.

د دې پخواکې فیروز کوه ښار"بیدک" کلي کې ۲ ماین ایښودونکي هم د ماین په چاودنه کې وژل شوي.