غور کې ۱۳ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې ګډ عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۱۳ طالبان ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز د دې عملیاتو په ترڅ کې د اوبیدک، بازار قوبه او یخن سفلا سېمي په بشپړه توګه د دښمن له شتون څخه پاک شول.