کندهار کې د ۳۷ طالبانو وژل کېدل
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۳۷ طالبان ووژل شول او ۲۸ تنه نور ټپیان شول.
په دغه عملیاتو کې د دښمن ۹۰ موټرسایکلونه د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.
د ارغنداب "تابین" پراخې سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوي ۳ پلچکونه چې طالبانو ویجاړ کړي وو بېرته جوړ شوي او د خلکو تګ راتګ لپاره پرانیستل شو.
همدا راز ۷۶ کړۍ ماینونه چې طالبانو د ملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او شنډ شول.