ملي اردو ځواکونو د مېدان وردګو بهسود ولسوالۍ کې ښوونځيو ته درسي توکي وویشل
تېره ورځ ملي اردو ځواکونو د مرستو په دوام سره، د مېدان وردګو ولایت بهسود ولسوالۍ کې ګردن دیوار لیسې او صد درخت متوسطه د ښوونځيو زده کوونکو ته قرطاسیه او درسي توکي وویشل.
د ملي اردو بشر دوستانه مرستې، د خوراکي توکو څخه نیولي تر روغتیایې خدمتونو پورې دوام لري.
ملي اردو ځواکونه د ټول امکاناتو او ظرفیت درلودو سره ترهګرو سره د مبارزې په څنګ کې، هېوادوالو ته د بشردوستانه مرستو زمینه هم برابروي او د خلکو مرسته کوي.