فاریاب کې د طالبانو ۳ مهم غړو په ګډون ۲۶ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د فاریاب ولایت ګرزیوان ولسوالۍ "سرچکان" کلي کې د طالبانو په تجمع باندې هدفمند عملیات تر سره کړل.
د دغو عملیاتو په پایله کې د طالبانو ۳ غړو "قاري مجیب الرحمن عرب"، "ملا عطاالله" د سرې قطعې قوماندان او "قاري شکیب" په ګډون ۲۶ طالبان ووژل شول او۳۳ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.