بلخ کې ۱۰ طالبان ووژل شول او ۲۶ نیول شوي

s.mohmand

تېره ورځ کمانډو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ، بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ" میر احمد کلي" کې طالبان په نښه کړل.

د دغو عملیاتو پایله کې ۱۰ طالبان ووژل شول ۲۶ ونیول شول او ۴ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن قرارګاه یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.