کندهار کې ۲۹ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوایي قواوو په ملاتړ، کندهار ولایت ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.

د دغو عملیاتو په پایله کې ۲۹ طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.

د دې په خوا کې ۵۰ کړۍ ماینونه چې طالبانو یاد ولایت ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو کې، د زابل میزان ولسوالۍ کې، د دایکندي کجران او د ارزګان ترینکوټ کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

ملي اردو ځواکونو دغو چاودنو مخه ونیوله، او دلسګونو هېوادوالو ژوند وژغورل شول.