هلمند کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون ۲۳ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو هلمند ولایت لښکرکاه ښار "بشران" او "بولان" اړوند سیمو کې طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.

دغو عملیاتو پایله کې د الهام په نوم طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون ۲۳ ترهګر ووژل شول او ۷ نور ټپيان دي.

همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.