کندهار کې د ۲۱ طالب ترهګرو وژل کیدل

s.mohmand


دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت د ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو اړوندو سېمو کې پر طالبانو هدفمند هوايي بریدونه تر سره کړل.

د دغه بریدونو په پایله کې ۲۱ طالبان ووژل شول، ۱۳ تنه ټپيان شول، د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.

همدا راز د یاد ولایت په میوند او ارغنداب ولسوالیو کې طالبانو د ملکي او نظامي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه ۲۲ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، د ملي اردو انجنیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شول.