کندهار کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت په ارغنداب, پنجوایې او ژیړۍ ولسوالیو کې عملیات تر سره کړل.

د دغو عملیاتو په پایله, ۳۴ طالبان ووژل شول, ۷ تنه ټپيان شول, د دښمن یو شمېروسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز طالب ترهګر د یاد ولایت په ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې د ملکي او نظامي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه ۲۰ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو, چې د ملي اردو ځواکونو د انجنیرۍ ټيم له خوا کشف او شنډ شول او د لسګونه هېوادوالو ژوند وژغورل شو.