کندز کې کمانډو ځواکونو د طالبانو له زندانه ۲۴ کسان ازاد کړل
تېره شپه کمانډو ځانګړو ځواکونو کندز ولایت"اقتاش" ولسوالۍ"کابلي قشلاق" اړوند سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له یو زندانه ۲۴ کسان خوشي کړي.
دغو ۲۴ کسانو کې ۱۶ د ملي اردو سرتیري، ۲ پولیس، ۴ کمانډو ځواکونه، ۱ تن د ملي امنیت سرتیری او ۱ ملکي کس وو چې د طالبانو له زندانه ازاد کړل شول.