په هرات کې د موټر بم برید مخه ونیول شوه

s.mohmand

تېره شپه طالب ترهګرو غوښتل چې د هرات ولایت په «شینډنډ» ولسوالۍ کې د ملي اردو په پوسته د یو ټونس موټر نه په ګټه اخستنه بمي برید تر سره کړي.
 موخې ته له رسیدو مخکې دا ترهګر د ملي اردو ځواکونو له لورې وپیژندل شول او له منځه یوړل شول.
په دې پېښه کې د ملي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.