زابل کې د ۸ طالبانو وژل کېدو سره بریدونه يې ناکامه شول

s.mohmand

تېره ورځ طالبان  زابل ولایت"ارغنداب" ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.

دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواو په ملاتړ  د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه،چې په  پایله کې ۸ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپيان شول.

 همدا راز د نښتو په پایله کې د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.