هلمند کې ۱۰ طالبان د هوايي هدفمندو بریدونو په ترڅ کې ووژل شول
طالبانو د هلمند ولایت په "ناوې" او "ګرشک" ولسوالیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.
هوايي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ډله ترهګر په نښه کړل، چې په پایله کې ۱۰ طالبان ووژل شول او ۵ تنه ټپیان شول.