کابل کې نږدې ۱۰۰۰  تنه سرتیري فارغ شول 

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۴:۵۶
کابل کې نږدې ۱۰۰۰  تنه سرتیري فارغ شول 

نن د ګډې قوماندانۍ له ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو  ۹۱۳  تنه منسوبین د یو لړ ښونیزو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول، ددې اتلانو د فراغت محفل د ملي دفاع وزارت  د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې تره سره شول.

  د واحد ښوونې او روزنې قوماندانۍ  مرستیال برید جنرال محمد اسحاق ابراهیمي د دغو سرتیرو فراغت غونډه کې وویل:" دفاعي او امنیتي ځواکونو لیکو ته د ځوانانو په ډیره لیوالتیا سره یوځای کېدو خوښي څرګنده کړه، فارغان یې وهڅول ترڅو د سالمې سوق ادارې او د جګړې په ډګر کې پیاوړې کړنې ترسره کړي.

همدا راز نوموړي زیاته کړه چې  د یوه هېواد سرلوړي او عزت د دفاعي او امنیتي ځواکونو شتون سره  وي چې تل  دهېواد څخه  هره ګوښه کې د پردیو اجیرانو  څخه په زړورتیا او میړانه دفاع کوي ".

دیادونې وړه ده دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۱:۳۸
Background image

د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره  پخپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

بېرته خبرونه ته