د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۱:۳۸
د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره  پخپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر وویل: د دوه مسلمانو هیوادونو  ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده، په کابل کې د آذربایجان د سفارت پرانیستل یو مثبت ګام دی او موږ د اوږدمهاله اړیکو پر پیاوړتیا، د اقتصادي او تجارتي او په نورو برخو کې د همکارۍ لپاره د زر پیل کولو لپاره غوښتونکي یوو.

د أذربایجان سفیر په کابل کې د خپل هېواد د سفارت د بیا پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت له باور او همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل: موږ د اړیکو د ټینګښت ترڅنګ له اسلامي امارت او د دغه هیواد له خلکو سره د همکاری لپاره چمتو یو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته