د قندهار په دوه ولسوالیو کې طالبانو ته د رنه مرګ ژوبله!

s.mohmand

تیره ورځ طالبانو د قندهار ولایت د ''ژیړۍ'' او ''ارغنداب'' ولسوالیو اړوندو سېمو کی د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالی دفاع په چوکاټ کې دغه ډله ترهګر په نښه کړل، چې په پایله کې، ۳۳ طالبان ووژل شول او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.

په دې عملیاتو کې د دښمن ۱۰ موټر سایکل د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راغلي او ۲ موټر، ۳ مخابرې ، ۱ پټنځای او زیات شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

همدا راز په یادو شوو دوه ولسوالیو کې، ۴۷ کړۍ بیلابیل ډوله ماینونه چې د طالبانو له لوري د ملکي او نظامي خلکو د مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای شوي وو، د ملي اردو ځواکونو د انجنیرۍ تیم له خوا کشف او شنډ شول.