هلمند کي ۲۸ طالبان ووژل شول او د یوه قوماندان په ګډون يې ۱۰ ټپیان شول
تېره ورځ طالبانو د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په "ژړ صيب" او "تبیله" سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدنو په موخه راټول شوي وو.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ډله ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې، ۲۸ طالبان ووژل شول او د يوه قومندان "مولوي سعید" په ګډون یې ۱۰ تنه نور ټپيان شول.
په دې بريدونو کې د طالبانو د ماین جوړولو یو ډیپو او ۱۲ میله بیلابېلې وسلې له منځه یوړل شوې.