هلمند کې د القاعده ډلې ۱۱ غړي ووژل شول
تیره شپه د هلمند ولایت په "ناوې" ولسوالۍ کې د افغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې د القاعده ډلې د ۱۱ غړو په ګډون د وسله والو طالبانو ۲ مهم غړي له دوی سره يو ځای ووژل شول او ۲ نور يې ټپیان شول.
د وسله والو طالبانو سرګروپ "مسعود احمد" مشهور په "حقبین" په هلمند کې د بهرنیو ترهګرو د ساتلو او د القاعده ډلې تسهيل کوونکی وو، چې په دې برید کې وژل شوی دی.
د افغان ځواکونو په دغه هوايي بريدونو کې د القاعده ډلې ټول وژل شوي کسان، ماين خښوونکي او د طالبانو لپاره د سنایپر او د شپې دوربين کارولو په برخه کې د ښوونې او روزنې مسووليت درلود.
دوه ورځې مخکې هم د القاعده ډلې ۴ نور غړي د هلمند ولایت په "ناوې" ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې وژل شوي وو.