لغمان  کې چاودیدونکي توکي نیول شوي

s.mohmand

 لغمان ولایت کې دفاعي امنیتي ځواکونو د چاویدونکو توکو ډک موټرنیولی.
تېره شپه طالبانو غوښتل چې د چاودیدونکو توکو ډک موټر د ملکي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د وژلو او ورانکارو کړنو ترسره کولو په موخه نورو سیمو ته ولیږدوي، خوشبختانه دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

لغمان ولایت کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو چارو واکي وايي تېره شپه، د چاودیدونکو توکو ډک ډاډسن ډوله موټر کې "۲۴" بوجۍ چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو، چې خوشبختانه دفاعي او امنیتي ځواکونو کشف او شنډ کړل.

د۲۰۱ سیلاب قول اردو دلمړۍ لوا دڅلورم  کندک منسوبین وايي د طالبانو سره په نښته کې د موټر چلونکي هم وژل شوي.

همدا راز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شوي.