طالبان یې ویجاړوي؛ ملي اردو يې جوړوي
طالبانو د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په «خاک چوپان» سېمه کې د عامه سړک څو برخې د ماینونو په واسطه ویجاړې کړي وې، چې ځايي اوسیدونکي یې له جدي ستونزو سره مخ کړي وو.
د خلکو د ستونزو په درک کولو سره، تیره شپه ملي اردو ځواکونو دغه سړک جوړ او د خلکو د تګ راتګ له پاره يې بیا پرانیست.