د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر کې ناست یو ځانمرګی بریدګر د ملي اردو ځواکونو لخوا له منځه یوړل شو

s.mohmand

نن له غرمې وروسته ۲ بجې، د کندهار ولایت د "ژیړۍ" ولسوالۍ د " ترینان" ښوونځي په سیمه کې یوه ځانمرګي بریدګر نیت درلود څو په دفاعي او امنیتي ځواکونو موټر بم برید ترسره کړي، خوشبختانه موخې ته له رسېدو مخکې د ملي اردو ځواکونو لخوا وپیژندل شو او له منځه یوړل شو.

خوشبختانه په دې پیښه کې دفاعي او امنیتي ځواکونو ته هېڅ زیان ندی رسیدلی.