په پکتیکا کې ۸ تنه طالبان هغه مهال ووژل شول چې پر امنيتي ځواکونو يې بریدونه وکړل
تیره ورځ طالبانو د پکتیکا ولایت د "ارګون" ولسوالۍ اړوند د "پیرکوټي" او "خرم بازار" په سیمو کې په دفاعي او امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل.
دفاعي او امنیتي زړورو ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دښمن دغه بریدونه دفع او د متقابل برید په پایله کې ۸ تنه طالبان ووژل شول.
همداراز په دې نښتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.