د هرات-هلمند لویې لارې ځینې برخې چې د طالبانو لخوا ویجاړ شوي وې د ملي اردو ځواکونو لخوا بیا ورغول شوي
د نیمروز ولایت د "دلارام" ولسوالۍ په اوږدو کې د هرات-هلمند د لویې لارې ځینې برخې چې د طالبانو لخوا واټ ته څېرمه د ماینونو د چاودنو په پایله کې ویجاړ شوې وې، د ملي اردو ځواکونو له لوري بیا ورغول شوې.
د طالبانو له لوري ددغو واټونو ویجاړول، د خلکو تګ راتګ له ګڼو ستونزو سره مخ کړی وو چې د دغو سړکونو په بیا رغولو سره د خلکو ستونزه حل شوه او وروسته له دې په راحتۍ سره تګ راتګ کولای شي.