د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې ۲۸ طالبان ووژل شول
طالبانو نن سهار د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړل.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې، د دښمن دغه بریدونه دفع کړل چې د نښتې او د هوایي ضربو په پایله کې، ۲۸ طالبان ووژل شول چې د ۱۵ تنو جسدونه یې په سیمه کې پاتې دي او ۱۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
همدارا په دې نښتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.