په ارزګان کې د ۹ طالبانو وژل کیدل!

s.mohmand

تیره ورځ طالب ترهګرو د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د هوايي قواوو په ملاتړ د دښمن بریدونه په شاه تمبولي، چې په پایله کې ۹ طالبان وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او د دښمن ۴ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.