د کندهار په ډنډ او ژیړۍ ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او درانه تلفات ورته اوښتي دي

s.mohmand

 

تیره شپه طالبانو د کندهار ولایت د "ژیړۍ" ولسوالۍ اړوند وزیران او "ډنډ" ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د دښمن بریدونه په شاه تمبولي، چې په پایله کې ۴۰ طالبان وژل شوي، ۳۸ تنه ټپیان، د دښمن یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.