د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ تنه یې ټپیان دي
د هلمند ولایت په ناوه، نهرالسراج او نادعلي ولسوالیو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ تنه یې ټپیان دي.
د افغان ځواکونو عملیات د فعال دفاعي حالت په چوکاټ کې د ناوې ولسوالۍ اړوند خسرآباد، د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر او د نهرالسراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي.
په پایله کې، ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، یو میل هاوان او لسګونه پټنځایونه یې له منځه وړي.
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو یاد عملیات د وسله والو طالبانو د بریدونو د تطبیق د مخنیوي په موخه کړي.