د بدخشان ولایت مایمی ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په هغو عملیاتو کې چې د طالبانو د بریدونو په ځواب کې ترسره کړل، مایمی ولسوالۍ یې د طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه پاکه کړه.
په دې عملیاتو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي او د دښمن زیاته اندازه وسلې او مهمات یې د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.
همداراز زیات شمیر تازه دمي ځواکونه په دې ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي دي او نور طالبانو ته به اجازه ورنکړي چې زمونږ هېوادوالو ته زیان ورسوي.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه به د دښمن پر وړاندې خپلې سینې سپر وګرځوي او په ټول توان او ځواک سره به له خپلو خلکو دفاع وکړي.