د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه اړوند بشران سيمه کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي
ملي امنيتي و دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه اړوند بشران سيمه کې د وسله والو طالبانو ۱۰ تنه وژلي دي، چې د ډله ییزو بريدونو پلان يې درلود.
ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د کشفي ارګانونو په مرسته د وسله والو طالبانو د بريدونو مخنيوی وکړ او د هوايي ځواکونو په ملاتړ يې ۱۰ مسلح طالب بریدکوونکي وژلي دي.
همدارنګه د سرحدي لواء ځواکونو د مرکز لښکرګاه اړوند لسمه حوزه کې د وسله والو طالبانو په وړاندې په چاڼیزو عملیاتو کې ۱۱ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه کشف او شنډ کړي دي.