هلمند کې د وسله والو طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال ملا امان الله د خپلو اتو کسانو سره ووژل شو
د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ په خسرآباد سیمه کې د وسله والو طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال ملا امان الله د خپلو اتو کسانو سره وژل شوی، یو عراده لوکسل موټر، ۴ میله کلاشینکوف، ۲ میله درازنوف او ۲ پایه ایکم مخابرې يې له منځه وړل شوي دي.
د هلمند ولایت لپاره د نظامي کمیسیون مرستیال ملا امان الله، چې شبکه يې شفیق نومیده؛ تیره ورځ د ملي امنیتي و دفاعي ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.