د لښکرګاه-نادعلي لار د طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه پاکه شوه

s.mohmand

د هلمند ولایت د لښکرګاه-نادعلي لار د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د عملیاتو په دوام, د طالبانو او د ځای پر ځای شویو ماینونو له شتون نه په بشپړه توګه پاکه شوه.

د دې عملیاتو په بهیر کې, ۱۸ طالبان وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

اوس هېوادوال کولای شي, چې د طالبانو له ویرې پرته په دې لار تګ راتګ وکړي.