هلمند ولایت ته د تازه دمو ځانګړو ځواکونو رسیدل

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۶:۵۸
هلمند ولایت ته د تازه دمو ځانګړو ځواکونو رسیدل

تېره شپه هلمند ولایت ته زیات شمیر ځانګړي ګډ ځواکونه ورسیدل او همدا راز دغو ځواکونو د ۶۰۱ نمبر لويې لارې اړوندې سیمې د طالبانو او د ځای پر ځای شویو ماینونو له شتون څخه پاکې کړې.

ټاکل شوې دغه ځواکونه د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د خلکو له ځان او مال څخه دفاع وکړي.

د وسلوال پوځ لوي درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا، یادو ځواکونو سره د لیدلو پر مهال د دوې د هڅو او سرښندنو قدر داني او ستاینه وکړه او ټنګار یې وکړ، چې دښمن له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د مقابلې توان له لاسه ورکړی، او د طالبانو ټول قوت د هېواد د زیربناوو ویجاړولو ته متمرکز شوی دی.

د وسله وال پوځ لوی درستیز د هلمند ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ، چې ډیر ژر به د لښکرګاه ښار وضعیت ښه شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته