په ارزگان ولایت کې د ۱۳ وسله‌والو وژل او د ۱۴ تنو ټپي کیدل!

s.mohmand

وسلوالو طالبانو د ارزگان ولایت د دهراود ولسوالۍ اړوندو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل. امنیتي او دفاعي ځواکونو په دفاعي حالت کې د هوایی ځواکونو په حمایه د وسله‌والو طالبانو دغه بریدونه له ماتې سره مخ کړل.

د دغو نښتو په پایله کې, ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۴ تنه ټپیان , د دښمن ۱۱ میله سپکې وسلې,۱ هاوان, یو شمیر مهمات او ۶ پتنځایونه له منځه وړل شوي دي.