ملي اردو له ۶۰۰ څخه زیاتو سرتیرو د وفادارۍ لوړه وکړه
نن د ملي اردو د ۶۰۰ څخه زیاتو سرتیرو په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د وفادارۍ لوړه وکړه, ټاکل شوي چې دوې به له پوځي ښوونو وروسته د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د خلکو د ځان او مال خونديتوب په موخه ځای پر ځای شي.
دې سرتیرو ژمنه وکړه چې د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې به له هیڅ ډول کوښښ څخه ډډه نه کوي.