په سرپل ولایت کې ۱۵۰ تنه طالبان د حقانیت له درک کولو وروسته د سولې له بهیر سره یوځای شول
تېره ورځ د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې، ۱۵۰ تنه طالبان له ۱۵ سرګروپانو او ۱۵۰ میله سپکو او درنو وسلو سره، د ملي اردو ځواکونو ته تسلیم شول او د سولې له بهیر سره یوځای شول.
دغو کسانو له هغه څه څخه چې د طالبانو په لیکو کې د عامو خلکو او د افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو پر وړاندې ترسره کړي دي، پښیمانه دي او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به له تاوتریخوالي لاس واخلي، خپل سوله ایز ژوند ته به دوام ورکړي او د هېواد په آبادۍ کې به برخه واخلي.