۴۸۱ منسوبین د کومانډو او ضربتي له کورس څخه فارغ شول
۴۸۱ افسران، بریدملان او د ملي پوځ د بېلابېلو جزتامونو غوره شوي سرتېري له پرمختللو روزنو وروسته ضربتي ډیپارټمنټ څخه فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د کومانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو قول اردو قومندان ډګر جنرال ارکانحرب محمد فرید احمدی؛ د دغو ځواکونو په ستایلو سره ټینګار وکړ چې د هیواد د دښمنانو پر وړاندې به مېړنۍ مبارزه وکړي.
کومانډو ځواکونو ژمنه وکړه چې په ټولې وړتیا سره به د ورانکارو پر وړاندې د افغانونو دفاع او ساتنه کوي.