په بغلان ولایت کې د طالبانو برید د ۱۸ طالبانو په مرګ ژوبلې له ماتې سره مخ شو

s.mohmand

تیره شپه وسلوالو طالبانو د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په پوستو بریدو وکړ چې په پایله کې افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د طالبانو دغه برید له ماتې سره مخ کړ.

ددغې نښتې په ترڅ کې ۶ طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان شوي دي.