د بادغیس-قیصار او د هرات -لامان لار د طالبانو له شتون نه پاکه شوه
څو ورځې مخکې طالبانو د بادغیس -قیصار او د هرات- لامان لارې په اوږدو کې په مسافرو د زور زیاتي او د ترهګریزو کړنو په موخه ټول شوي وو. دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې یاده لاره د طالبانو له شتون څخه پاکه کړه, چې په پایله کې ۱۲ طالبان وژل شوي , ۵ تنه ټپیان, ۱۵ میله سپکې او درنې وسلې او ۷ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
د ۵ تنو وژل شوو نومونه یي
: ۱-قاري حسن د عبدالحمید ځوي
۲- قاري ملک د عبدالرشید ځوي
۳- فضل احمد د عبدالرسول ځوي
۴- مولوي عبدالغفورنجک
۵- عبدالحی د میرزا ځوي
او د ۲ تنو ټپيانو نومونه یي:
۱- عبدالقادر د عبدالصمد ځوي
۲- قاري عزت الله د عبدالواحد ځوي